CRI Online

فلسطين د 77 هېوادونو ګروپ د رئيسه هېواد په توګه رسماً دنده پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 10:07:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، فلسطين د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه په رسمي توګه د ۲۰۱۹ کال لپاره د 77 هېوادونو ګروپ د رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه .

د فلسطين ولسمشر محمود عباس په همدې ورځ په نيويارک کې د م م په مقر کې د ياد ګروپ د رئيسه هېواد دندې د سپارلو په مراسمو کې ګډون او د دغه ګروپ د غونډې مشري يې وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې فلسطين به د دغه ګروپ له بېلابېلو غړو هېوادونو سره د بېلابېلو پرمختيايي اجنډاوو د ترسره کولو، د پرمختيايي هېوادونو د ګټو او د عادلانه چارو د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړي.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس ، د م م د عمومي اسامبلې رئيسې ماريا فيرناندا ايسپينوسا ګارسيس او د غيرمنسلک غورځنګ استازو په يادو مراسمو کې ويناوې وکړې. ګوټريس په خپله وينا کې فلسطين ته مبارکي وويله او پر دې يې ټينګار وکړ چې په اوسنې نړۍ کې څو اړخيز عمليات مهم رول لوبوي. ايسپينوسا ګارسيس په خپله وينا کې وويل، چې فلسطين به له پيچليو نړيوالو حالاتو او د دوو نړيوالو قطبونو له توپيرونو سره سره بيا هم د يووالي په روحيې سره د 77 هېوادونو ګروپ په مشرۍ پرمختګ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای