د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې په دوو کلنيو غونډو کې خبر ورکړل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې شينجيانګ ته د سيلانيانو شمېر له ۱۵۰ مليونو تنو څخه اوښتی او زياتوالی يې څه باندې ۴۰ سلنې ته رسېدلی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د شينجيانګ سيلانيزو چارو ستر پرمختګ موندلی دی. په دوبي کې د سيلانيانو د چټک پرمختګ پر همدې مهال د اروموچي او التای په شمول څو ځايونو کې د ژمي رنګا رنګ سيلانيز فعاليتونه هم تر سره شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |