CRI Online

د م م د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی به تر وسې پورې په سياسي لارو چارو د سوريې مسئلې د حل وفصل لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 11:03:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي نوی ټاکل شوی ځانګړی استازي ګير پيدرسن د جنورۍ په پنځلسمه نېټه د سوريې په پلازمينه دمشق کې وويل چې دی به تر وسې پورې په سياسي لارو چارو د سوريې مسئلې د حل وفصل په موخه د لايحې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ سوريې ته ورسيد او وروسته يې د دې هېواد د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير واليدمعلم سره په خبرو اترو کې د سوريې بحران د سياسي حل په باب بحثونه وکړل. هغه وويل چې دی به په جدي توګه د سوريې حکومت وړانديزونه واوري او د م م له منشور او د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو له اصولو سره سم به تر وسې پورې د يادې مسئلې د حل وفصل په موخه د اړوندې لايحې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.معلم د سوريې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه د پيدرسن د ټاکل کېدو هر کلی کوي او داسې نيت لری چې سوريه غواړي د يادې لايحې د جوړولو لپاره ور سره همکارۍ وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای