CRI Online

د افريقايي ټولنې د ۳۲مې سرمشريزې يولړ غونډې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 13:08:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افريقايي ټولنې د دايمي استازو د کمېټې غونډه د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د اتوپيا په پلازمينه اديسه بابا کې د دغې ټولنې په مقر کې پيل شوه او دا پدې معنې ده چې د افريقايي ټولنې د ۳۲مې سرمشريزې يولړ غونډې پيل شوې. په دغو يولړ غونډو کې به ګډونوال د بې کوره افريقايانو پر ستونزو تمرکز وکړي.

د يادو يو لړ غونډو اصلي موضوع دا ده " کډوال، وطن ته ستانه شوي کسان او د وطن په دننه کې بې کوره کسان: په افريقا کې د بې کوره ستونزو د حل لارې پيدا کول". د افريقايي ټولنې د کمېسيون مرستيال رئيس توماس کويسي قوارتي د دغې ټولنې د دايمي استازو کمېټې د غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په خپله وينا کې وويل،چې ډېر افريقايان د کورنۍ جګړې او يا نورو لاملونو له امله بې کوره شوي ، ځينو يې مجبوراً خپل کورونه پرېښي او نورو ځايونو ته تللي دي او ځينو يې ان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ښه اداره په افريقا کې د دغو ستونزو د حل لپاره ګټه لري.

افريقايي ټولنې يادې يولړ سرمشريزې غونډې به تر فبرورۍ پورې دوام ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای