CRI Online

د کوريا جمهوريت د ۲۰۱۸ کال لپاره په خپل دفاعي سپين کتاب کې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت په اړه محتويات تعديل کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 13:12:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د ۲۰۱۸ کال دفاعي سپين کتاب خپور کړ. پخوا دغه هېواد په خپل دفاعي سپين کتاب کې د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت "دښمن" باله، خو په دې نوي خپور شوي سپين کتاب کې يې دغه محتوياتنه دي ياد کړي او د ډيموکراتيې کوريا په مقابل کې يې ځينې پوځي کلمې هم تعديل کړې دي.

کوريا جمهوريت په خپل پخواني دفاعي سپين کتاب کې ډيموکراتيکه کوريا "دښمن" باله، خو په نوي دفاعي سپين کتاب کې يې دغه محتويات تعديل کړي او پر ځای يې ټولې هغه قواوې "دښمنانه" بللي دي چې د دغه هېواد پر حاکميت ، ځمکو، د خلکو د سر او مال پر خوندېتوب تېری کوي او ورته ګواښونه پېښوي.

په دغه سپين کتاب کې دا هم ليکل شوي چې د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ کله کله پوځي مخامختيا رامنځته کيږي او کله کله يې ترمنځ روغه جاړه او همکارۍ پيل شي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې ثابتې نه دي، خو د دواړو هېوادونو مشرانو او د ډيموکراتيکې کوريا او امريکا مشرانو په ۲۰۱۸ کال کې سره وليدل او د کوريا ټاپووزمې د نااټومي کولو او د دايمي سوله ييز ميکانيزم د جوړولو لپاره يې نوې سوله ييزه فضا جوړه کړې ده. په تېره بيا د کوريا جمهوريت او ډيموکراتيکې کوريا پوځي ادارو د پانمونجوم اعلاميې له مخې اړوند پوځي تړون لاسليک او پلی کړی چې د جنوب او شمال ترمنځ د پوځي خړپړتيا د ارامولو او د متقابل اعتماد د رامنځته کولو لپاره يې بنسټ ايښی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای