CRI Online

دميتري ميتوېديف: په نړۍ کې به د امريکايي ډالرو مقام نور هم وغورځي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 15:27:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم دميتري ميتوېديف د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه په مسکو کې په ګېډار فورم کې وويل، چې په نړۍ کې به د امريکايي ډالرو مقام نور هم وغورځي.

د روسيې تاس اژانس په همدې ورځ د ميتوېديف د وينا په قول خبر ورکړ چې ډېر هېوادونه پر امريکايي ډالرو د خپل اقتصاد د اتکا کمول غواړي او دغه ډول تمايل د زياتېدو په حال کې دی. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې امريکايي ډالر په نړۍ کې د ذخيرې عمده پيسې دي، خو امريکا پر امريکايي ډالرو د نړۍ باور خراب کړی چې د امريکايي ډالرو د مقام د لرې کولو بهير د چټک کېدو سبب ګرځيدلی دی. امريکا اوس هڅه کوي چې خپل کورني اقتصادي او سياسي خطرونه د نړيوال اقتصاد نورو ښکيلو خواوو ته انتقال کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای