CRI Online

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر: پر ډونالډ ټرمپ د لويديځو هېوادونو هغه نيوکه چې ګواکې نوموړی له روسيې سره پټې اړيکې لري، د امريکا دسيسه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 15:29:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې خبري رسنيو د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دميتري پيسکوف ويلي چې پر ډونالډ ټرمپ د لويديځو هېوادونو هغه نيوکه چې ګواکې هغه له روسيې سره پټې اړيکې لري، د امريکا دسيسه ده ، حقيقت نه لري او ورڅخه دامريکا د ټولنې بېلتون څرګنديږي.

نوموړي وويل، چې له تېرو لسګونو کلونو راهيسې پر روسيې لويديځو هېوادونو په پرله پسې ډول بنديزونه لګولي، خو امريکا د هر رنګ لارو چارو له لارې د روسيې مخنيوی نه شي کولای او پرې بنديزونه هيڅ ګټې نه لري. نوموړي امريکا وغندله چې پدې وروستيو کې يې د روسيې او اروپايي هېوادونو ترمنځ د طبيعي ګازو د " نورډ سټريم -2 " نل ليکې د جوړولو مخنيوی کړی، امريکا غواړي چې د اروپا د انرژۍ په بازار کې خپل د سيالۍ ځواک وساتي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای