CRI Online

په ۲۰۱۸ کال کې په چين کې د ژن مين بي پورونه شپاړس زره دوه سوه مليارډه يوانه زيات شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 16:41:08
په ۲۰۱۸ کال کې په چين کې د ژن مين بي پورونه شپاړس زره دوه سوه مليارډه يوانه زيات شوي

د چين مرکزي بانک يعنې د خلکو بانک د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د ۲۰۱۸ کال د پولي چارو يوه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې اوس د چين په بانکونو کې د پيسو ليږدونه مناسبه او کافي ده، د پيسو پورونه او په ټولنه کې د راغونډ شويو سرمايو پيمانه په مناسب ډول زياته شوې او په پولي بازار کې ګټه هم ارامه او ثابته ده. په ۲۰۱۸ کال کې د ژن مين بي پورونه شپاړس زره دوه سوه مليارډه يوانه زيات شوي چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په نسبت دوه زره شپږ سوه مليارډه يوانه زيات شوی، له ريښتني اقتصاد څخه د کريديتونو ملاتړ په څرګنده توګه پياوړی شوی دی.

د پيسو د عرضې په برخه کې، د مرکزي بانک لخوا د خپره شوې يادې شمېرې له مخې، د ۲۰۱۸ کال د دسمبر تر پايه پورې عمومي اسعارM2 يو لک دوه اتيا زره شپږ سوه اويا مليارډه يوانه پاتې شوي چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله اته اعشاريه يو سلنه زيات شوی. د چين د مرکزي بانک د تحقيق ادارې مشر ژوان جيان هونګ وويل، د M2 ثابت زياتوالی په تېر کال کې د مرکزي بانک د پولي تګلارې نتيجه ده. هغه وويل

(( مرکزي بانک په ۲۰۱۸ کال کې څلور ځلې د خلکو د زېرمو لپاره د چمتو پيسو پيمانه کمه کړې او د منځنۍ مودې کريديتونو ته يې ډېرې اسانتياوې برابرې کړې او دغه راز په بازار کې د پيسو د منځنۍ او اوږدې مودې ليږدونې کافي دي. د اوسنۍ نتيجې له مخې، د مرکزي بانک لخوا زياتې شوې د پيسو ليږدونې په بنسټيزه توګه په ريښتني اقتصاد کې کارول شوې. په همدغه کال کې د پولي ارګانونو کړي پورونه شپاړس زره دوه سوه مليارډه يوانه زيات شوي چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په نسبت دوه زره شپږ سوه مليارډه يوانه زيات شوی. ))

په ټولنه کې د راغونډ شويو سرمايو د پيمانې په برخه کې د مرکزي بانک د يادې شمېرې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې په ټولنه کې راغونډې شوې پيسې نولس زره دوه سوه او شپېته مليارډه يوانه زياتې شوي او دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله درې زره يو سلو څلوېښت مليارډه يوانه کم شوی. د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې په ټولنه کې راغونډ شوې سرمايې يو زر پنځه سوه او نوی مليارډه يوانه زياتې شوې چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په نسبت درې اعشاريه درې مليارډه يوانه زيات شوی. د چين د مرکزي بانک د تحقيق ادارې مشر ژوان جيان هونګ وويل، د عمومي حالاتو له مخې، اوس په ټولنه کې د راغونډ شويو سرمايو زياتوالی مناسب دي.

د يادولو وړ ده چې په ۲۰۱۸ کال کې د چين پولي ارګانونو د پور اخيستلو په برخه کې له کوچنيو تصديو سره مرستې زياتې کړې او د تصديو لخوا د سرمايو د راغونډېدو لګښت کم شوی دي. ښاغلي ژوان جيان هونګ وويل

(( لومړی، په ۲۰۱۸ کال کې د امتيازي تګلارې په چوکاټ کې د کوچنيو تصديو پورونو زياتوالی د ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې سل زيات شوی. دوهم، د کريديتونو تر ملاتړ لاندې د کوچنيو تصديو شمېر زياتوالی دېرش سلنې ته رسېدلی. درېيم، د کوچنيو تصديو د پورونو د ګټو کچه ټيټه شوې، د ۲۰۱۸ کال په دسمبر مياشت کې د کوچنيو تصديو لپاره له پنځو مليونو نه د کمو پورونو د ګټو منځنۍ کچه ٪6.16 وه او دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ٪0.39 ټيټ شوی دی. ))

ښاغلي ژوان جيان هونګ وويل، د چين مرکزي بانک به په راتلونکی کې په دوامداره توګه د پيسو ثابتې تګلارې پلې کړي او د اړوندو تګلارو د وړاندوينې، انعطاف قبلوونکی او اغېزمن رول به پياوړې کړي چې د عرضې له لحاظه د اصلاحاتو او د لوړ کيفيت پرمختګ لپاره به د پيسو يوه ښه زمينه برابره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای