د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا د استازو جرګې د جنورۍ په پنځلسمه نېټه په ۴۳۲ مخالفو او ۲۰۲ موافقو رايو سره له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله د تړون مسوده رد کړه،تر هغه وروسته اروپايي ټولنې او د دې ټولنې غړو هېوادونو د دې په باب تاسف څرګند کړی دی.
د يادې ټولنې کميټې رئيس جين کلاود جونک،د اروپايي شورا رئيس دونالډ توسک، د ايرلنډ، فرانسې او جرمني په شمول د اروپايي ټولنې ځينو غړو هېوادونو له بريټانيا څخه غوښتنه وکړه چې له دې ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله خپل دريځ څرګند کړی او ويې ويل چې بايد له تړون پرته له دې ټولنې څخه د بريټانيا د وتلو لپاره بايد بېړنۍ تيارياني ونيول شي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |