د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې ولسمشر رجب طيب ايردوګان د جنورۍ په ۱۶مه نېټه وويل چې د ترکيې له خوا د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې په همدې ورځ د سوريې په شمال منبيج کې د چاودنې له امله د پنځو امريکايي سرتيرو په شمول شل تنه وژل شوي دي.
ولسمشر ايردوګان په انقره کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه چاودنه د داعش ډلې له خوا تر سره شوې چې ښايي له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره تړاو ولري.
هغه زياته کړه چې د ده په اند د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګه اراده لري چې له سوريې څخه امريکايي سرتيري وباسي او ترهګرو ته به سر ټيټ نه کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |