CRI Online

د بريټانيا استازو جرګې پر اوسني حکومت د نه باور وړانديز رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 10:52:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د بريټانيا استازو جرګې د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د رايې ورکونې له لارې پر اوسني حکومت د نه باور وړانديز رد کړ.

په همدې ورځ د بريټانيا د استازو جرګې تر بحثونو وروسته په ۳۲۵ مخالفو او موافقو رايو سره پر اوسني حکومت د نه باور په هکله د مخالف ګونديعنې د کارګرو ګوند د مشر جريمي کوربين وړانديز رد کړ.

کوربين په همدې ورځ په بحثونو کې وويل چې اوسنی حکومت يو داسی حکومت ګرځېدلی چې په سمه توګه دنده نه شي تر سره کولی، نو هغې غوښتنه وکړه چې ټولټاکنې ژر تر ژره تر سره شي.

له دې نه مخکې د دې هېواد صدراعظمې تريسا مې ويلي وو چې په اوسني وخت کې د ټولټاکنې تر سره کول له ملي ګټو سره سمون نه لري.هغه زياته کړه چې غواړي د بريټانيا د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو له مشرانو سره له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله سلامشورې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای