CRI Online

د نړيوال اقتصاد فورم غوښتنه وکړه چې د لازياتو نړيوالو همکاريو له لارې له چلنجونو او ننګونو سره مقابله وشي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 10:53:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نړيوال اقتصاد فورم د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په لنډن کې د ۲۰۱۹کال د نړيوالو ننګونو په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې نړيوالې ننګونې او چلنجونه ورځ په ورځ زياتيږي.

خو له ننګونو سره د مقابلې لپاره نړيوالې همکارۍ لاهم کمې دي.

د نړيوال اقتصاد فورم د هر کال په جنورۍ کې دغه راپور خپروي او په تازه راپور کې يې د سترو ننګونو په هکله د شاوخوا زر تنو کارپوهانو او تګلاره جوړوونکو نظرونه ياد کړي دي.

د دې راپور له مخې په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ د وروالي،د اقتصاد نابرابرۍ او له اقليمي بدلون څخه تر سيمه ييزو شخړو او څلورم صنعتي انقلاب پورې زموږ نړۍ له لازياتو پېچلو ننګونو او چلنجونو سره مخ ده،که بېلا بېل هېوادونه سره يو ځای نه شي، نو ټولې ننګونې نه شي لېری کېدای.

په دې راپور کې راغلي چې د نړيوال اقتصاد پرمختګ به په ۲۰۱۹ کال کې په دوامداره توګه د سيمه ييزو عواملو تر اغيزې لاندې راوستل شي ، نو اقتصادي ننګونې ښايي ډېرې وي چې له امله به يې څو اړخيزو سوداګريزو اصولو ته زيانونه ورسيږي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای