د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په مسکو کې وويل چې روسيه تل د منځني او لنډ واټن بالستيک توغنديو د له منځه وړلو تړون د ساتنې لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړي او هېله لري چې امريکا د ستراتژيکي ثابتوالي د ساتنې په مسئله کې د نړيوالې ټولنې لپاره مسئولانه دريځ غوره کړي.
لاوروف دغه څرګندونې په همدې ورځ د وزارت په کلنۍ مطبوعاتي غونډه کې وکړې. هغه وويل چې د اوسنۍ نړۍ حالات ډېر پيچيلي دي، خو امريکا لا هم په زور سره د خپل هېواد نظريې د نړيوالې ټولنې پر نورو هېوادونو غورځوي. روسيه هېله لري چې د اروپايې ټولنې اړوند هېوادونه د ياد تړون د ساتنې په برخه کې کوښښ وکړي او له امريکا او ناټو څخه د ملاتړ دريځ بدل کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |