CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير :د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت تر ټولو لوړې سويې ته نه دی رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 15:31:06

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جنورۍ په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د راتلونکي د يادونې په ترڅ کې وويل چې د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت د پخوا په پرتله ډېر زيات شوی، خو تر ټولو لوړې سويې ته نه دی رسيدلی.روسيه له چين سره د اړيکو پر راتلونکي پرمختګ پوره باور لري.

په همدې ورځ له نوموړي څخه دا پوښتنه وشوه : د معلوماتو له مخې تېر کال د چين او روسيې ترمنځ سوداګريز ارزښت له سلو مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې له امله يې په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی او چين د روسيې تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی. نو تاسې د چين او روسيې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ راتلونکی څنګه ارزيابي کوئ؟

په دې هکله لاوروف وويل چې د روسيې او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت په تاريخ کې نوی ريکاډ جوړ کړی،خو تر ټولو لوړې سويې ته نه دی رسيدلی.روسيه له چين سره ډېر همکاريز پلانونه لري چې تېر کال د ولسمشر ولاديمير پوتين او رئيس شي جين پينګ ترمنځ په دوه اړخيز ملاقات کې هم ياد شوي وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای