CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان په ۲۰۱۹ کال کې د روغتيا پر وړاندې لس تهديدونه خپاره کړل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 16:04:11

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روغتيا د نړيوال سازمان وېبپاڼې په وروستيو ورځو کې په ۲۰۱۹ کال کې د روغتيا پر وړاندې لس تهديدونه خپاره کړل چې د هوا ککړتيا او د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسين کولو منزلزل حالت پکې شامل دي.

د دغه سازمان په نظر په ۲۰۱۹ کال کې د روغتيا پر وړاندې په لسو تهديدونو کې د هوا ککړتيا په چاپيريال کې تر ټولو لوی تهديد دی. د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسين کولو منزلزل حالت به د ساري ناروغۍ د دفاع په برخه کې لاسته راوړنې کمې کړي. د روغتيا نړيوال سازمان په قول په وروستيو کلونو کې ځينو هېوادونو کې د واکسين د منلو حالت ښه نه دی او په ځينو ځايونو کې تر کنټرول لاندې شوې ساري ناروغۍ بيا زياتې شوې دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای