CRI Online

د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو ډلې د شينجيانګ د مسلکي مهارتونو له روزنيز مرکز څخه لېدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 16:30:45

 


د چين د مېډيا ګروپ په کوربه توب د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو اومې ډلې چې د ترکيې،مصر ، افغانستان، پاکستان ، بنګلادېش او سريلانکا شپږو هېوادونو مشهور خبريالان پکې شامل وو، پدې وروستيو کې د شينجيانګ په جنوبي کشغر ښار کې د مسلکي مهارتونو له روزنيز مرکز څخه لېدنه وکړه او د دغه مرکز له شاګردانو او استاذانو سره يې خبرې اترې وکړې.

د کشغر ښار د مسلکي مهارتونود روزنيز مرکز ټولګي ډېر لوی او روښان دي او په دننه کې يې پر ديوالونو د شاګردانو لخوا انځور شوي تصويرونه او شعارونه لګېدلي چې پرې ليکل شوي: " راځی چې ښه ژوند وکړو"،"راتلونکی به مو لاښه وي"او داسې ورته نورې جملې هم پرې ليکل شوي دي. په دغه روزنيز مرکز کې استادان په اويغوري او ملي ژبو شاګردانو ته درسونه ورزده کوي او زياتره شاګردان د چين په ملي ژبه ښې خبرې کولای شي. په دغه روزنيز مرکز کې د ملي ژبې، قوانينو، فني مهارتونو او د افراطي ذهنيت د سمولو کورسونه لري، دغه راز دغه مرکز له شاګردانو څخه د خوړو او اوسېدو لګښت نه اخلي او فارغ شوو شاګردانو ته کارونه هم پيدا کوي.

د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو تجربې ښيي چې افراطيت زورزياتی او تروريزم پيدا کوي، د زورزياتي او تروريزم د له منځه وړلو لپاره بايد د افراطيانو معنوي بنسټ له منځه يووړل شي. د شينجيانګ ځايي حکومت پدې وروستيو کلونو کې د فني مهارتونو روزنيز مرکزونه جوړ کړي او پدې سره يې هغه کسان له افراطيت او تروريزم څخه ساتلي او ورته يې مسلکي مهارتونه ورزده کړي دي چې د ترهګريز او افراطي ذهنيت د اغېزو له امله يې جرمونه کړي، خو جرمونه يې سپک دي او ورته د قانوني سزا ورکولو اړتيا نه شته او د بښنې دي.

خبريالانو د کشغر د روزنيز مرکز د موسيقۍ په ټولګي کې وليدل چې شاګردانو د قومي جامو په اغوستلو سره د قومي موسيقۍ الات غږول، قومي سندرې يې ويلې او په ګډه يې نڅا کوله. د روزنيز مرکز په مېدان کې يې وليدل چې شاګردانو د باسکټبال، واليبال او پينګ پانګ لوبې کولې. په کانټين کې شاګردانو ډوډۍ خوړله او ترڅنګ يې له خبريالانو سره خبرې کولې. خبريالانو همدارنګه د جامو د ډيزاينولو او جوړولو له کورسونو څخه هم ليدنه وکړه.

تروريزم او افراطيت نړيوالې مسئلې دي او له منځه وړل يې د نړيوالو پر وړاندې يوه سخته ستونزه ده. د يادې ډلې غړو څرګنده کړه چې شينجيانګ د روزنيزو مرکزونو په جوړولو سره د دغې ستونزې د حل يوه لاره پيدا کړې او نړيوالو ته يې پدې هکله د چين پوهه او هوښيارتيا وړاندې کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای