CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لس لوی نړيوال سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-17 17:50:46

لومړی، د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د سویس مشهور لوبغاړی فيډر ((Roger Federer)) د شلم ځل لپاره ګراند سلام (( Grand Slam )) وګټله او لومړی کس دی چې د نارينه مسلکي ټينس په تاريخ کې یې داسې لاسته راوړنه تر لاسه کړې ده.

دوهم، د بېجينګ د المپیک ژمنيو لوبو کمېټې د پيونګ چانګ المپيک ژمنيو لوبو او پاراالمپيک ژمنيو لوبو په پای مراسمو کې د المپيک بېرغ تر لاسه کړی دی چې په راتلونکې کې به يادې دوې لوبې په بېجينګ کې تر سره شي. د تېر کال د اګست په ۸مه نېټه د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو کمېټې په دې پيل کړ چې د يادو دوو لوبو لپاره له نړۍ څخه د مسکوت د طرحو راټولولو کار. د اکتوبر په ۱۵مه نېټه یې د المپيک ژمنيو لوبو د پرانيستونکو مراسمو د طرحو راټولولو کار پيل شوی دی.

درېيم، د مې په ۲۶مه نېټه د ريل مادريد کلب ((Real Madrid Club)) د UEFA اتلولۍ ليګ ((UEFA Champions League)) په پای سيالۍ کې د درې په يو ليويرپول فوټبال کلب ((Liverpool Football Club)) ته ماټی ورکړه او لومړی ټيم دی چې په پرله پسې ډول يې د درېو ځلو لپاره قهرماني تر لاسه کړه. ياد ټيم د دسمبر په ۲۲مه نېټه العين ټيم ته څلور د يو پر وړاندې ماتی ورکړه چې په پرله پسې ډول د درېو ځلو لپاره یې د فيفا کلب د نړيوال جام قهرماني تر لاسه کړه.

څلورم، د جون په ۱۳مه نېټه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د فیفا نړیوال فدراسيون د ۶۸مې دورې په عمومي غونډه کې امريکا، کانادا او مکسیکو په ګډه د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د سيالۍ تر سره کولو اجازه تر لاسه کړه. د دې نړيوال جام له ۸۰ سياليو څخه به ۶۰ سيالۍ په امریکا کې تر سره شي او په جلا جلا ډول به ۱۰ سيالۍ په کانادا او مکسيکو کې تر سره شي. مکسیکو، چې په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۶ کال کې د دوو ځلو لپاره نړيوال جام سيالۍ پکې تر سره شوې دي، لومړی هېواد شي چې د درېو ځلو لپاره نړيوال جام سيالۍ پکې تر سره کېږي.

پنځم، د تايلند د ځوانانو يو فوټبال ټیم د ۱۸ ورځو لپاره د غره په يو غار کې تر بند پاتې کېدووروسته وژغورل شو.

د جون په ۲۳مه نېټه د تايلند د ځوانانو یو فوټبال ټيم د يو غار د کشف په بهیر کې له سيلاب سره مخامخ شو او په غار کې بند شو. د جولای په ۱۰مه نېټه د تايلند، چين، امريکا او بريتانيا په شمول د نړيوالو ژغورونکو ډلو په هڅو سره له ۱۸ ورځو وروسته وژغورل شو چې دغه ژغورنه په نړۍ کې د خپل ډول په تاريخ کې يو حيرانونکی خبر دی.

شپږم، د فرانسې فوټبال ټیم له ۲۰ کلونو وروسته نړیوال جام بېرته ترلاسه کړ

د جولای په ۱۵مه نېټه د فرانسې فوټبال ټیم په روسیه کې د کرواتيا ټیم ته د نړیوال جام په پای سيالۍ کې ۴ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه. له ۱۹۹۸ کال وروسته دا دوهم ځل و چې د فرانسې فوټبال ټيم د نړيوال جام قهرماني تر لاسه کړه. ياد ټيم په ۱۹۹۸ کال کې هم قهرماني تر لاسه کړې وه. په دې نړیوال جام کې د ويډيويي مرستيال تخنيک استعمال شوی چې تود بحث يې رامنځته کړی دی.

اوهم، د اګست له ۱۸مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۲مې نېټې پورې د جاکارتا په اسيايي لوبو کې چيني پلاوی په عمومي ډول ۱۳۲د سرو زرو مډالونه، ۹۲ د سپينو زرو مډالونه او ۶۵ د ژېړو مډالونه تر لاسه کړي دي چې په پر له پسې ډول د لسم ځل لپاره د اسيايي لوبو د سرو زرو مډالونو په ليسټ کې یې لومړی ځای نيولی دی.

اتم، د کرواتيا د فوټبال لوبغاړی مډريک د سپتمبر په ۲۴مه نېټه د فيفا د نړيوال فوټبال غوره لوبغاړی ټاکل شوی دی. نوموړي لوبغاړي ته د دسمبر په ۳مه نېټه د يوې مجلې لخوا د سرو زرو توپ ورکړل شو، د دې مجلې نوم فرانسوي فوټبال دی. هغه د مېسي او کريستيانو رونالد د لس کلن انحصار مات کړ.

نهم، د اکتوبر په اتمه نېټه د المپیک نړیوالې کمیټې د ۱۳۳مې دورې په غونډه کې دا تائيد کړه چې د سنيګال پلازمېنه ډاکار د ۲۰۲۲ کال لپاره د څلورمې دورې د ځوانانو المپيک لوبو د تر سره کولو اجازه تر لاسه کړې ده. دا به لومړی ځل شي چې المپيک لوبې په افريقا کې تر سره شي.

لسم، د کوریا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوریا جمهوريت دا پرېکړه وکړه چې په ګډه به د ۲۰۳۲ کال لپاره د المپيک دوبنيو لوبو د تر سره کولو غوښتنه وکړي. د پيونګ چانګ المپيک ژمنيو لوبو او د جاکارتا د اسيايي لوبو په مراسمو کې د يادو دوو هېوادونو پلاويو د کوريا ټاپووزمې تر بيرغ لاندې په ګډه سپورټي ډګر ته ننوتل.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای