د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پنس څو ورځې مخکې پر چين ناسمه نيوکه کړې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې دې ته ځواب ورکړ. هوا چون ينګ هيله وښودله چې د امريکا اړوند شخصيتونه د چين پرمختګ او د چين او امريکا ترمنځ اړيکې په سمه او عاقلانه توګه وګوري، د اړوندو موضوعاتو په هکله دې له دغو کړو وړو څخه لاس واخلي چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او د چين ګټو ته زيانونه رسوي. دوی بايد د چين او امريکا ترمنځ د متقابل باور او همکارۍ لپاره ګټور کارونه ترسره کړي او د دواړو خواوو د اړيکو د سالم او ثابتې پرمختيا د ساتلو لپاره دې له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |