په جنورۍ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د لومړی ځل لپاره د هېواد دننه خپل سفرونه پيل کړل. نوموړي د خپل سفر په لړ کې لومړی د نويو پرمختيايي افکارو تر لارښوونې لاندې د دولت نوې سيمې ته چې شيونګ ان نومېږي لاړ. شي جين پينګ هر وخت هلته د اساسي تاسيساتو، د پانګونې چاپيريال او د ايکولوژيکي محيط ساتنې ته ډېره پاملرنه کړې ده.
د شيونګ ان نوې سيمې جوړولو مهم ارزښت لري چې د بېجينګ د پلازمېنې له رول پرته به نور رولونه پر غاړه واخلي او د نوښت پرمختګ ته به وده ورکړی. د بېجينګ او شيونګ ان ترمنځ ښاري اوسپنيزه لار يوه لويه ترانسپورټي لاره ده چې د جوړېدو کار يې د تېر کال په فبرورۍ کې پيل شوی دی او ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال په پای کې به پرانيستل شي. هغه وخت به د بېجينګ او شيونګ ان ترمنځ د مزل لار نيم ساعت ته راکمه شي. د شيونګ ان د ډيزاين په نندارتون کې شي جين پينګ په ويډيويې وينا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د چين د پټليو ټولو کارګرانو ته سلامونه او نيکې هيلې وويلې.
شي جين پينګ د شيونګ ان د سياسي کارونو د خدمت په مرکز کې د تصديو ځينو استازو ته وويل چې بايد د تاريخي فرصتونو په نيولو سره د ملت د بيا سمسورتيا او د اصلاحاتو او نوښت د پياوړتيا لپاره مسووليت په ښه توګه تر سره کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |