CRI Online

فرانسه له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو پروړاندې د مقابلې پلان پلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 11:55:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فرانسې صدراعظم فليپ د جنورۍ په اوولسمه نېټه په پاريس کې اعلان وکړ چې له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو شونتيا ډېره شوې،نو د فرانسې حکومت په همدې ورځ د بريټانيي د احتمالي وتلو په مقابل کې پلان پلی کړی دی. د دې پلان له مخې د فرانسې پارلمان به د قانون په تصويبولو سره حکومت ته صلاحيت ور کړي چې د بريټانيې له يادې احتمالي کړنې سره د مقابلې لپاره قانوني چوکاټ جوړ کړي تر څو د فرانسويانو ګټې او د دې هېواد ملي ګټې وساتل شي.د فرانسې حکومت پرېکړه کړې چې د بريټانيې د يادې کړنې تر اغيزې لاندې بندرونو او هوايي ميدانونو کې د سرحدي پوستو او د موټرو د درېدو ځايونو د جوړولو لپاره شاوخوا پنځوس مليونه يورو پانګه واچوي.سربېره پردې د دې هېواد ګمرکي ادارې او د سرحدي پلټنې څانګې به نور شپږ سوه تنه وګوماري تر څو اړوندې کاري اړتياوې پوره کړي. د اټکل له مخې دغه قانون به په رواني اوونۍ کې خپور شي.

په همدې ورځ د بريټانيې سلو تنو سوداګريزو شخصيتونو د دې هېواد په ټايمز ورځپاڼې کې يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او پکې يې ليکلی چې له اروپايي ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو په هکله د تړون مسوده د بريټانيې د استازو جرګې له خوا رد شوه او تر هغه وروسته بريټانيا نور غوراوی نه لري او اوسنۍ بېړنۍ دنده يې له تړون پرته له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو مخنيوی او د دې په اړه د بلې ټولپوښتنې تر سره کول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای