CRI Online

فلسطين د امريکا هغه پلان رد کړ چې غواړي په يوه اړخيزه توګه له اسرائيلو سره د سولې تړون لاسليک کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 14:29:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فلسطين د ولسمشر سلاکار نبيل شعت د جنورۍ په اوولسمه نېټه پردې ټينګار وکړ چې فلسطين د امريکا حکومت هغه پلان ردوي چې غواړي په يوه اړخيزه توګه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې په بهير کې له اسرائيلو سره تړون لاسليک کړي.

شعت په همدې ورځ د فلسطين غږ په راډيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې امريکا د فلسطين مسئلې په هکله د فلسطين په مقابل کې بې ګټې تدبيرونه نيولي دي، اوس فلسطين له اسرائيلو سره د سولې په بهير کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې ردوي او د دې بهير لپاره د امريکا منځګړيتوب هم نه مني.

د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په خپله اعلاميه کې وويل چې پّ دغه بهير کې د فلسطين ګټو په قربانۍ د اسرائيلو د ګټو لټولو لپاره د امريکا هر پلان عملي کېدونکی نه دی. که امريکا يادې پرېکړې ته ادامه ور کړي او د فلسطين او اسرائيلو د سولې بنسټ ته زيانونه ورسوي ،فلسطين به له اسرائيلو سره د نښتو د لېرې کولو لپاره د امريکاهېڅ وړانديز ونه مني.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای