CRI Online

جاوکه جي:د عامه امنيت ادارې بايد د چين د کمونېست ګوند د عمومي منشي شي جين پينګ مهمه وينا زده کړي او اړونده روحيه دې پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-18 16:01:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير جاو که جي د جنورۍ په ۱۷مه نېټه د عامه امنيت ادارو د مشرانو په غونډه کې پردې ټينګار وکړ چې د عامه امنيت بېلا بېلې ادارې بايد په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ پر افکارو ټينګار وکړي ، په ژوره توګه دې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي او قانوني کميسيون په کاري غونډه کې د رئيس شي جين پينګ مهمه وينا زده کړي او اړونده روحيه دې پلې کړي او د يادې غونډې له ترتيباتو سره سم دې څلور مفکورې پياوړې کړي او څلورو باورونه دې ټينګ کړي تر څو د چين په کمونېست ګوند کې د رئيس شي جين پينګ کليدي مقام او د دې ګوند د مرکزي کميټې واک وساتل شي.د دې ترڅنګ دوی د نوې دندې د تر سره کولو او د سږني ملي جشن په موده کې د امنيت ساتلو ترعنوان لاندې په اړوندوفعاليتونو کې د نوی چين د جوړېدو د اويايمې کاليزې د نمانځنې لپاره په ښه توګه د امنيت او ثبات ساتنې کارونه تر سره کړي تر څو په وفادارۍ سره د سياسي امنيت او ټولنيز ثبات د ساتلو لپاره خپلې دندې تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای