د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه وویل چې چین د دې ټینګ مخالفت کوي او ناخواښه دی چې د امریکا د دفاع وزارت په ۱۷ نیټه د توغندیو ضد ارزونې راپور خپور کړ او په کې یې د چین ګواښ تبلیغ کړی دی. امریکا باید د سړې جګړې له افکارو څخه لاس واخلي او د نړیوالې سولې او ثبات لپاره دې واقعي تدبیرونه ونیسي.
هوا چون ینګ وویل چې دغه راپور د سولې او پرمختګ عمومي تمایل باندې سترګې پټې کړې، د سړې جګړې افکار او د زیرو سم لوبې نظریه یې کارولې، د جغرافیایي سیاسي مقابله او د لویو هیوادونو سیالي یې هڅولې او بې دلیله یې د چین ګواښ تبلیغ کړی دی. چین په دې باندی سخت ناخوښه دی او ورسره ټینګ مخالفت کوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |