CRI Online

ګوتیریس: اوسنۍ نړۍ څواړخیزم ته ډیر ضرورت لري

cri     (GMT+08:00) 2019-01-19 16:17:58

ګوتیریس: اوسنۍ نړۍ څواړخیزم ته ډیر ضرورت لري

د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه د م م سرمنشي انتونیو ګوتیریس په ۲۰۱۹ کال کې لومړنۍ خبري ناسته جوړه کړه. هغه دا څرګنده کړه چې هیڅ هیواد په یوازې توګه د ګډو ستونزو لپاره نړیوال پلان نه شی وړاندی کولی. د پخوا په پرتله موږ نن ورځ څواړخیزم ته زیات ضرورت لرو.

هغه وویل چې نړۍ اوس د اقلیمي بدلون، مهاجرینو او ترهګرۍ ګواښونو په ګډون له یو لړ ستونزو سره مخامخ ده. نړیوالې ننګونې نړیوال پلان ته اړتیا لري. هغه په دې نظر دی چې د بیلابیلو هیوادونو حکومتونو او سازمانونو پر وړاندې ترټولو مهمه مسئله ده چې باید ځواب لرونکي پلانونه ورته جوړ کړاي شی ترڅو د خلکو اندیښنې او ویرې کمې شي.

ګوتیریس دا تائید کړه چې د سویس په داوس کې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال اقتصاد په فورم کې به ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای