د امریکا سپینې ماڼۍ د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه ویلي چې د امریکا او کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت د مشرانو ترمنځ دوهم ملاقات به د فبرورۍ په درېیمه لسیزه کې ترسره شي او د ملاقات ځای به څه وخت وروسته اعلان شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په همدې ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دېموکراتیکې کوریا د کارګرو ګوند د مرکزي کمیټې له مرستیال کیم یونګ چول سره یو نیم ساعته خبرې اترې وکړې. سپینې ماڼۍ ورپسی د دواړو مشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه یاد خبر خپور کړ.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |