CRI Online

د ۲۰۱۹ کال لپاره د بڼوالۍ نړيوال نندارتون به د چين د پلازمينې بېجينګ په يان چينګ سيمه کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2019-01-19 20:42:12

د ۲۰۱۹ کال لپاره د بڼوالۍ نړيوال نندارتون به د چين د پلازمينې بېجينګ په يان چينګ سيمه کې د اپريل په ۲۹ کې پرانيستل شي او د اکتوبر تر ۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د تېرو کلونو د نندارتون په پرتله، دا ځل د بېجينګ د بڼوالۍ نړيوال نندارتون درې ځانګړې نښې لري:

لومړۍ، په دغه نندارتون کې ګډونوال د تېرو کلونو د نندارتون په پرتله زيات دي. په دغه نندارتون کې به ۸۶ هېوادونه او ۲۴ نړيوال سازمانونه ګډون وکړي. ټاکل شوې افغانستان به هم په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

دوهم، په دغه نندارتون کې کلتوري فعاليتونه د تېرو کلونو د نندارتون په پرتله زيات دي. د دغه نندارتون په وخت کې به له ۲۵۰۰ څخه زيات کلتوري فعاليتونه تر سره شي. د ماشومانو لپاره نړيوال فورم، د قومونو کلتوري فورم او داسې نورو فورمونه به د دغه نندارتون په وخت کې تر سره شي.

دريېم، په دغه نندارتون کې نندارې د تېرو کلونو د نندارتون په پرتله زياتې دي. په دغه نندارتون کې به ګلونه، مېوي، سبزي، واښو په شمول داسې بڼوالۍ ولېدل شي. سر بېره پر دې، سيلانيان به په دغه نندارتون کې د 5G انټرنيټ خدماتو ته به لاس ولري. سيلانيان به په دغه نندارتون کې بېلا بېل کلتورونه له نژدې احساس کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای