CRI Online

وانګ یي د کینیا خارجه وزیر ته د خواخوږۍ پیغام ولیږه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-20 16:12:26
وانګ یي د کینیا خارجه وزیر ته د خواخوږۍ پیغام ولیږه

د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي د جنورۍ په ۱۸ نیټه د کینیا په نیروبی کې د ترهګریز برید د پیښیدو له امله خپل کینیایي سیال مونیکا جوما ته د خواخوږۍ پیغام ولیږه.

وانګ یي په خپل پیغام کې ویلي چې دا د خپګان خبره ده چې په نیروبی کې ترهګریز برید شوی او ملکیانو ته یې لویه مرګ ژوبله اړولې ده. زه تاسو ته غمرازي او ستاسو له لارې په دې برید کې پر وژل شویو کسانو ژور خپګان او ټپیانو او د مړو شویو کسانو کورنیو ته همدردي څرګندوم. چین د هر ډول ترهګریز عمل غندنه کوي او په مداومه توګه به له کینیا څخه ملاتړ وکړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او خپل ملي امنیت وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای