د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د جنورۍ په نولسمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې يو پلان خپور کړ چې پکې د ځينو کډوالو ستنولو پيشنهاد شامل دی، څو له ديموکرات ګوند سره د خبرو اترو رکود مات کړي او د فيډرالي حکومت ځنډ پای ته ورسوي. خو ديموکرات ګوند ياد پلان نه مني.
د پارلمان د ولسي مجلس مشرې او د ديموکرات ګوند غړې نانسي پيلوسي د جنورۍ په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د ټرمپ پلان چې يوازې د پخوانيو رد شويو وړانديزونو ټولګه ده، د منلو وړ نه دی او په ولسي مجلس کې د تصويبېدو امکان نشته.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |