د ۲۰۱۹ کال د بېجينګ د باغواني نړيوال نندارتون به د اپريل له ۲۹مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۷مې نېټې پورې د بېجينګ په يان چينګ سيمه کې تر سره شي. د ياد نندارتون له کوربه خوا څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې به له زياتو تازه علمي تخنيکونو څخه په استفادې د تکنالوژۍ اوطبيعت ترمنځ پيوستون او همغږي وښودل شي او سيلانيانو ته به په زړه پورې احساسات ورکړل شي.
نوموړی نندارتون به د 5G انټرنيټي شبکه وکاروي او د ليري واټن د طبي خدمتونو، بې چلوونکو موټرو، د مالونو د اټوماتيکو ليږدونو او بېپيلوټه الوتکو په برخو کې به د 5G مخابراتي تکنالوژۍ لګول څرګند کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |