CRI Online

د چين د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د امن ليږد راليږد لپاره تدبيرونه ډېر شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 14:35:00

په چين کې د ۲۰۱۹ کال د پسرلني اختر لپاره د مسافرينو د ليږد راليږد موده د جنورۍ په ۲۱مه نېټه په رسمي توګه پيل شوې چې زيات کسان بېرته خپلو ټاټوبيو ته د ستنېدو په حال کې دي. اوس د ښه ټرانسپورت او خدمتونو له امله بېرته کورونو ته سفرونه د پخوا په شان ستونزمن نه دي. اورګاډی د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ راتګ ډېره مهمه وسيله ده، نو د پسرلني اختر په موده کې به د چين د اورګاډيو له لارې د مسافرينو د ليږد راليږد توان د عادي مودې په پرتله٪ ۵ لوړ شي چې د چټکو اورګاډيو ټرانسپورتي توان به٪ ۱۷لوړ شي.

د اوسپنيزو لارو او ملکي هوانوردۍ څانګو په دې ځانګړې موده کې د مسافرينو د امن سفرونو په موخه د خدمتونو د ښه والي تدبيرونه غوره کړي دي. د چين د ملکي هوانوردۍ ادارې مرستيال دونګ جه يي وويل، د عصري معلوماتي تکنالوژۍ د کارولو له لارې د هېواد په زياتو هوايي ډګرونو کې د کاغذي ټکټونو پر ځای الکترونيکي ټکټونه استعماليږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای