د سينهوا اژانس د خبر له مخې د نړيوال اقتصاد فورم د جنورۍ په شلمه نېټه د نظرپوښتنې نتيجه خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې ګڼ شمېر وګړي څو اړخيز سيستم مني او هيله لري چې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي.د دې ترڅنګ دوی د نورو هېوادونو د ګټو په قربانولو سره د خپلو هېوادونو د ګټو تر لاسه کولو له کړنو سره مخالفت کوي.
دغه نتيجه د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې له څه باندې لسو زرو تنو څخه تر پوښتنې کولو وروسته تر لاسه شوې ده. په دې جمله کې د ۷۶ سلنې کسان په دې اند دي چې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ او د ګډې موخې تر سره کول ډېر مهم کار دی چې دغه نظر په جنوبي اسيا او د صحرا په جنوب افريقايي سيمه کې د ۸۸ سلنې وګړو له خوا منل شوی ،خو په لوېديځې اروپا او شمالي امريکا کې په سلو کې يو شپېته او په سلو کې اويا کسان دغه نظر لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |