CRI Online

د ۲۰۱۸کال تر پايه پورې د چين په ستره برخه کې عمومي نفوس شاوخوا يو مليارډ او څلور سوه مليون تنو ته رسيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 15:05:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د شمېرنې ادارې مشر نينګ جي جه د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل چې د ۲۰۱۸ کال تر پايه پورې د چين په ستره برخه کې عمومي نفوس يو مليارډ درې سوه پنځه نوي مليونه درې لکه او اتيا زرو تنو ته رسيدلي چې دغه رقم د وړم کال د پای په پرتله پنځه مليونه درې لکه زيات شوی دی.

نوموړي په همدې ورځ د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې يوه خبري ناسته کې وويل چې تېر کال د چين په ستره برخه کې د زيږېدلو ماشومانو شمېر ۱۵ مليونه ۲ لکه او ۳۰ زره و او د زيږېدو انډول يې په زرو کې لس اعشاريه څلور نوي و.د دې ترڅنګ د مړه شويو کسانو شمېر نهه مليونه نهه لکه او دېرش زره و او د مړه شويو کسانو انډول په زرو کې اووه اعشاريه ديارلس و او د نفوس د زياتوالي انډول په زرو کې درې اعشاريه يو اتيا و.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای