CRI Online

اوس د چين پرمختګ لا هم په يوه مهم ستراتيژيک پړاو کې دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-21 16:34:20
اوس د چين پرمختګ لا هم په يوه مهم ستراتيژيک پړاو کې دی

د چين د پرمختيا څېړنې په اړه د فکري مرکز د فورم پنځم نوي کال فورم (2019) د جنورۍ په شلمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شو. څو تنو مشهورو کارپوهانو په دې فورم کې وويل اوس د چين پرمختګ لا هم په يوه مهم ستراتيژيک پړاو کې دی. په راتلونکی کې بايد د عرضې جوړښت پر اصلاحاتو ټينګار وشي او اړوندې تګلارې دې په ښه توګه پلې شي تر څو د لوړ کيفيت پرمختګ نوې بڼه رامنځته شي.

په دغه فورم کې ګډونوالو د (( ورخلاصون او نوښت د چين اقتصاد د لوړ کيفيت پرمختګ هڅوي)) تر عنوان لاندې څېړنې او بحثونه وکړل. د چين د دولتي شورا د پرمختګ د څېړنيز مرکز مشر لي وې وويل، په ګرده نړۍ کې د پولي بحران له پېښېدو راهيسې د پولي کف، د عايداتو ترمنځ سخت توپير او د توليدي انډول زياتوالي د ورو کېدو په شمول د ځينو ستونزو له امله، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ ځواک کمزور شوی دی. په عين وخت کې د صنعتي چارو د نوې دورې انقلاب هم د ودې او پرمختګ په حال کې دی. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين پرمختګ لا هم په يوه مهم ستراتيژيک پړاو کې دی. ده وويل

((که چين د نظام په برخه کې له خپلې وړتيا څخه لا ښه استفاده وکړي ، په هراړخيزه توګه اصلاحات ژور کړي، په زړوره توګه د جوړښت د اوږدې مودې شته ستونزې حل کړي، په دوامداره توګه د ورخلاصون له لارې اصلاحات پرمخبوزي، د ګډو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر تګلارو ټينګار وکړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاري لا پراخې کړي او په فعاله توګه په نړيواله اداره او د نوي نړيوال نظام په جوړونه کې ګډون وکړي، نو دا به د چين د اقتصادي پرمختګ ته دوامدار نوی حياتي ځواک برابر کړي. ))

ښاغلي لي وې وويل، په سمه توګه د اوسني اقتصادي وضعيت د پېژندلو لپاره بايد په ديالکتيکه سره د کورنيو او بهرنيو، عرضه او تقضا، اوږدې مودې او لنډې مهالې ترمنځ اړيکې وکتل شي. د عرضې او تقضا ترمنځ اړيکې په مثال، په دې وروستيو کلونو کې په دې حال کې چې د نړيوال اقتصاد بيااحيا ډېره کمزورې ده، د چين اقتصاد ثابت پرمختګ د اضافي توليدي توان، اضافي زېرمتون او پورونو د کمښت، د اصلي لګښتونو د ټيټولو او د کمزورتيا پوره کولو په شمول د عرضې جوړښت په برخه کې د يو لړ اغېزمنو تګلارو نتيجه ده، نو په راتلونکي کې بايد پر دغو تګلارو ټينګار وشي.

د چين د اقتصاد د نړيوال تبادلوي مرکز عمومی اقتصاد څېړونکې چن ون لينګ وويل، د چين د اقتصادي پرمختګ د اوسني سرعت، بشپړو بنسټيزو تاسيساتو، د کارګرو د دوامدارو ګټو او د ښاري کېدو بهير له امله، د چين د اقتصادي پرمختګ منځني او ګړندي سرعت ته د دوام ورکولو شونتيا موجوده ده. خو هغې دا هم يادونه وکړه چې موږ بايد د توکو جوړونکو صنايعو د له منځه وړلو مسئلې ته پاملرنه ورکړو، او د خدماتو صنعت په اسانه توګه د توکو جوړونکو صنايعو پر ځای کار نه شي کولای. هغې وړانديز وکړ چې:

((لومړی، زموږ هېواد په نوي سيمه ايز ترتيب کې د توليد صنعت منځني او لوېديځو سيمو او سرحدي سيمو ته په منظم ډول لېږدول شوی چې د نړيوالو همکاريزو سيمو په جوړېدو سره د صنعتي ځنځير نوی سيستم رامنځته شي او له ګاونډيو هېوادونو او سيمو سره هغه ډول نوی صنعتي ځنځير جوړ شي چې پکې د کار ويشلو بڼه او همکارۍ شاملې دي. دوهم، د توليدي توان د نړيوالې همکارۍ په نړۍ کې د صنعتي ځنځير بيا ترتيب کول دي، نه دا چې په بشپړه توګه زموږ پرمختللي توليد توان بهر ته انتقال کړي، زموږ ترټولو د سيالۍ توان لرونکې، نوښتي او کليدي تکنالوژۍ بايد ښې وساتو. درېيم، له 525 ډولو توليدي صنعتي چارو څخه، چين د 220 ډولونو د توليدي توان لومړی مقام نيسي، نو موږ بايد د خپل هېواد توليدي توان په نوې دورې سيالۍ کې خپله وړتيا وګرځوو . ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای