CRI Online

د امريکا، جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو ټلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 09:34:10
د امريکا، جاپان او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو ټلفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو يوه ورځ مخکې په جلا جلا توګه د جاپان او کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزيرانو تارو کونو او کانګ کيونګ وا سره ټلفوني خبرې وکړې او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مسئلې په اړه يې بحث وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبيرټ پلادينو د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، پومپيو له ديموکراتيکې کوريا سره د تماس نيولو د راتلونکي پلان په هکله له تارو کونو سره بحث وکړ. پومپيو له کانګ کيونګ سره په ټلفوني خبرو کې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا، د کوريا جمهوريت او ديموکراتيکې کوريا ترمنځ د تماس نيولو حالت بيان کړ.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۱۸مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د ديموکراتيکې کوريا د رون دونګ ګوند د مرکزي کميسيون له مرستيال مشر کيم يونګ چول سره وکتل. ور پسې سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو ترمنځ د دوهم ځل کتنه به په راتلونکې فبرورۍ کې ترسره شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای