CRI Online

په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشی سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 10:14:08

په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشی سره وکتل

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشی سره وکتل. دواړو خواوو د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو او د سيمه ييز وضعيت په اړه د نظريو تبادله وکړه.

ياو جينګ وزير قوريشي ته د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي سلامونه وړاندې کړل او و يې ويل چې چين له پاکستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او تل دغه هېواد د ګاونډي ډيپلوماسۍ يو مهم لوری بولي. د تېر کال په نومبر مياشت کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان په برياليتوب سره چين ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د چين او پاکستان ترمنځ هراړخيز ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ټينګې کړي او په نوې زمانه کې د چين او پاکستان د ګډ برخليک لا نږدې ټولنه جوړه کړي، دغې موافقې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره لوری ټاکلی دی.

چين غواړي په نوي کال کې له پاکستان سره متقابل سياسي باور لا ټينګ کړي، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري لا پياوړې کړي، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د لوړ کيفيت پرمختګ وهڅوي، د سيمه ييز وضعيت په اړه خپلمنځي همغږي وساتي او په ګډه د سيمې سوله، ثبات او سمسورتيا وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای