CRI Online

آي ايم اېف د کمې نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينه کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 11:00:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيسو نړيوال صندوق، آي ايم اېف، د جنورۍ په ۲۱ مه نېټه د يوه رپوټ په خپرولو سره وړاندوينه کړې چې په روان او راتلونکي کال به نړيواله اقتصادي وده په جلاجلا توګه ٪3.5 او ٪3.6 ته راټيټه شي او د بېلابېلو هېوادونو د پاليسو له جوړونکو څخه يې هم وغوښتل چې په څواړخيزو همکاريو دې د سوداګريز سيستم پر وړاندې ننګونې له منځه يوسي.

په دغه رپوټ کې وړاندوينه شوې چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د يورو کارونکو سيمو د کمزورې اقتصادي ودې د اغېزو له امله د پرمختللو اقتصادونو په وده کې پرله پسې ټيټوالی راشي، په تېرکال کې يې اقتصاد ٪2.3 وده کړې، خو سږکال به يې وده ٪2.0 ته او په ۲۰۲۰ کال کې به ٪1.7 ته راټيټه شي. آي ايم اېف همدارنګه وړاندوينه کړې چې سږکال به د پرمختيايي اقتصادونو وده لږ څه کمه او ٪4.5 ته به راټيټه شي او په ۲۰۲۰ کال کې ښايي ٪4.9 ته لوړه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای