CRI Online

شي جين پينګ : د کمونېست ګوند غړي دې د لويو خطرونو د مخنيوي او له منځه وړلو توان پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 11:11:22

د چين د کمونېست ګوند په ښوونځي کې د چين د کمونېست ګوند د ولايتي مامورينو ځانګړی ټولګی د جنورۍ د ۲۱ مې نېټې په سهار پرانيستل شو او ټولګيوال به پکې د حکومتوالۍ پر وړاندې د بېلابېلو خطرونو د مخنيوي او له منځه وړلو په اړه بحثونه وکړي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د ياد ټولګي پرانيستونکو مراسمو ته په خپله وينا کې د کمونېست ګوند له غړو څخه غوښتنه وکړه چې بايد له هېواد څخه بهر د چاپيريال لوی بدلونونه او د چين د اصلاحاتو، پرمختګ او ثبات پر وړاندې نوې ننګونې په ښه توګه وپېژني، د سختو خطرونو د مخنيوي او کنټرول توان دې پياوړی کړي، اقتصاد او ټولنې ته دې پرله پسې او سالمه وده ورکړي او د ټولنې ثابت وضعيت دې وساتي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای