CRI Online

د شي ځانګ سيمې د سيلانۍ په اړه د چين نوې تګلارې د امريکا د فشار له امله نه دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-22 15:22:40
د شي ځانګ سيمې د سيلانۍ په اړه د چين نوې تګلارې د امريکا د فشار له امله نه دي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ د South China Morning Postپه نوم ورځپاڼې د جنورۍ په ۱۱مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و، له شي ځانګ کورواکې سيمې څخه د بهرنيو سيلانيانو په اړه د چين حکومت تګلارې اقتصادي تدبير دی، خو سياسي فشار ته ځواب نه دی.

د څېړوونکو په اند، د چين حکومت پرېکړه وکړه چې له شي ځانګ سيمې څخه د بهرنيو سيلانيانو د غوښتنې د انتظار وخت کم کړي، له دې څخه ښکاري چې د چين حکومت د شي ځانګ د وضعيت په اړه پوره باور لري، خو د امريکا د سياسي فشار له امله نه دی.

د لندن پوهنتون د چاپايي پوهنځي د چين مسئلې په اړه د څېړنيز انسټيټيوټ مشر کيرې براون وويل، د چين حکومت دغه عمل پلان شوې ماجرا ده چې د شي ځانګ دغه بېوزلۍ سيمې لپاره اقتصادي ارزښت لري. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د امريکايي چارو په اړه کارپوه يوان جنګ وويل، د چين حکومت دغه پرېکړه د بهرنيو هېوادونو فشارونو ته ځواب نه دی. د شي ځانګ مسئله د چين کورنۍ چارې دي او هېڅ بهرني سازمان يا حکومت پکې د لاسوهنې حق نه لري. دا د چين د حکومت اصل دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای