د مالوماتو له مخې، امريکا کاناډا يي چارواکو ته ويلي چې دوی به کاناډا ته په رسمي توګه د منګ وان جو د سپارل کېدو وړانديز وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه په دې اړه وويل چې چين له کاناډا څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې منګ وان جو خوشې کړي او د هغې قانوني حقوق دې وساتي. هغې په عين وخت کې له امريکا څخه هم غوښتنه وکړه چې خپل ناسم فعاليتونه دې بدل کړي، د منګ وان جو د نيولو امر دې سملاسي لغوه کړي او له کاناډا څخه دې د هغې د سپارل کېدو غوښتنه نه کوي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |