د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين مرکزي پوځي کميټې د جنورۍ د ۲۲مې نېټې په ماښام په بېجينګ کې د پوځ پخوانيو سرتېرو ته د پسرلني جشن هنري نمايش تر سره کړ. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د پوځ پخوانيو او متقاعدو سرتېرو ته د پسرلني جشن نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې.
يادو پخوانيو سرتېرو وويل چې موږ بايد د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند په شاوخوا کې راټول شو او د ده د افکارو په رڼا کې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پوځي ستراتيژيکه پاليسي پلې کړو او په ښه برياليتوب سره د چين د جوړېدو ۷۰مه کليزه ولمانځو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |