CRI Online

په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-23 15:45:35


د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه د سويس په داووس کې پرانيستل شوه او ګډونوال به پکې د نړيوال کېدو پر بهير تمرکز وکړي. د دغې غونډې د لومړۍ ورځې د بحث اصلي موضوع چين و.

د يادې غونډې له پرانيستلو يوه ورځ وړاندې د پيسو نړيوال صندوق په داووس کې د نړيوال اقتصادي لرليد د رپوټ نوي محتويات خپاره کړل او په دغو نويو محتوياتو کې يې وړاندوينه کړې چې په روان او راتلونکي کال کې به نړيوال اقتصاد په جلاجلا توګه ٪3.5 او ٪3.6 وده وکړي چې دغه وده له پخواني لرليد راټيټه شوې ده. نړيواله اقتصادي وده له فشارونو سره مخامخ ده اود کمېدو په ورته وخت کې يې په نړۍ کې د پروټېکشنيزم(protectionism)، يواړخيزم، پاپيوليزم(Populism) نفوذ هم مخ په پراخېدو دی. د نړيوال اقتصادي فورم بنسټګر او اجرائيوي رييس ډاکتر کلاس مارتين سچواب د جنورۍ د ۲۲ مې نېټې په سهار د دغه فورم د کلنۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو ته په خپله وينا کې پدې هکله وويل، واقعاً د نړيوال کېدو بهير روان دی،د څو اړخيزم له لارې څو سوه مليونه خلک له بې وزلۍ څخه وتلي دي، خو د نړيوال کېدو په بهير کې ځيني کسان ناکام او بې وزله شوي دي . د نړيوالو ننګونو د مخنيوي لپاره دې بېلابېلې خواوې د نړيوال کېدو بهير اصلاح او پياوړی کړي، څو نوی پړاو يې د انسانانو زياتې اړتياوې پوره کړي، لاجامع شي او دوامدار پرمختګ يې نور هم پياوړی شي، ځکه چې دا د نړۍ د ګډې سمسورتيا او دوامدار پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده.

ياده غونډه به د جنورۍ له ۲۲ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام ولري او اصلي موضوع يې ده: " د نړيوال کېدو 4.0 : راځئ چې په څلورم صنعتي انقلاب کې نړيوال جوړښت جوړ کړو ". د بېلابېلو هېوادونو د حکومتونو، نړيوالو سازمانونو، سوداګريزو ، علمي، کلتوري او مېډيايي ټولنو څه باندې ۳۰۰۰ استازي او کارپوهان به په دغه غونډه کې پر يادې موضوع نږدې ۴۰۰ ځلې بحثونه وکړي، همداراز په څواړخيزې نړۍ کې د دوامدارې او جامعې ټولنې د نوي شکل د جوړولو په هکله به هم د نظريو تبادلې وکړي.

د جنورۍ په ۲۲ مه نېټه يعنې د دغې غونډې په لومړنۍ ورځ "چين "ته ډېرو ګډونوالو توجه وکړه. د همدې ورځې په سهار بېلابېلو ګډونوالو په غونډه کې د چين د اقتصادي ودې د کمېدو او د هغې لامل، د چين د پولي چارو د پرانيستې او د چين د پورونو د لرليد په هکله تاوده بحثونه وکړل. د چين د اسهامو د نظارتي کمېسيون مرستيال فانګ شينګ های پدې اړه وويل،چې سږکال به د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک، د چين د غېرمنقولو داراييو بازار د کمزوري کېدو او داسې نورو ستونزو د اغېزو له امله د چين اقتصادي وده لږ څه کمه شي، خو په چين کې د اقتصادي ودې کموالی د اقتصادي سقوط معنا نه لري. وړاندوينه کېږي چې په ۲۰۱۹ کال کې به د چين اقتصاد شاوخوا٪6 وده وکړي او دغه وده کمه نه ده. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې که په راتلونکي کې د چين اقتصاد په پرله پسې توګه له ننګونو سره مخ شي، نو چين کولی شي چې خپلې مالي پاليسۍ لابشپړې کړي څو اقتصادي ننګونې له منځه يوسي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين به د پولي چارو په ګډون د زياتو چارو پرانيستنه لا پياوړې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د جنورۍ د ۲۲ مې نېټې په ماسپښين دغې غونډې ته په خپله وېډيويي وينا کې پر " لومړی امريکا" تګلارې ټينګار وکړ او له څو اړخيزم سره يې مخالفت څرګند کړ. نوموړي همدارنګه د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په اړه وويل، چې چيني پلاوی به د روانې مياشتې په وروستيو ورځو کې امريکا ته سفر وکړي، هيله ده چې له دغه چيني پلاوي سره ښې خبرې وکړي.

په ۲۳ مه نېټه به په ياده غونډه کې د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل، د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان شان په ګډون څو نور مهم مېلمانه هم ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای