CRI Online

تېر کال په چين کې د حکومتي عايداتو او لګښتونو حالت ښه و

cri     (GMT+08:00) 2019-01-24 17:02:46

د چين د ماليې وزارت چارواکو د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې تېر کال د چين حکومت په فعاله توګه مالي تګلاره پلې کړی، تر وسې پورې يې د مالياتو د کمښت پاليسي غوره کړې او اړوندو څانګو ته يې ډېرې پيسې ور کړې چې په پايله کې د حکومتي عايداتو او لګښتونو حالت ښه ساتل شوی دی.روان کال به چين لا موثره مالي تګلاره غوره کړي او د مالي لګښتونو زياتوالي ته به ادامه ور کړي او د مالياتو د کمښت د پخوانۍ تګلارې د پلې کولو ترڅنګ به تر زياتې اندازې پورې ماليات کم کړي.

د چين د ماليې وزارت د دولتي شتمنيو د څانګې مرستيال څارونکي لي دا وي د معلوماتو له مخې تېر کال د چين د حکومتي عايداتو ټاکلي موخه تر سره شوې ده. د تېر کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې په ټول هېواد کې عمومي عامه عايدات اتلس زره مليارډه يوانو ته رسيدلي چې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه دوه زيات شوی دی.هغه وويل چې د مالياتو د کمښت تګلارې تر پلې کېدو وروسته د دغو عايداتو د زياتوالي انډول په څرګنده توګه ورو شوی دی. هغه زياته کړه(اواز.........)تېر کال د چين حکومت تر وسې پورې د مالياتو د کمښت تګلاره غوره کړې د بېلګې په توګه د توليداتو جوړولو ، ترانسپورټي او ساختماني چارو په شمول ډېرو چارو او صنايعو کې يې د اضافي مالياتو د کمښت تګلاره پلې کړې،ځينو تصديو ته يې ماليات بېرته ور کړي،د کوچينو تصديو هغه چوکاټ يې پراخ کړی چې پکې امتيازي تګلاره غوره کيږي، له نوښت څخه د ملاتړ لپاره يې نوې مالي تګلاره خپره کړې او د شخصي مالياتو اصلاحات يې تر سره کړي چې له امله يې د تصديو او خلکو د مالياتو بارونه په اغيزمنه توګه کم شوي دي. د يادې تګلارې تر اغېرې لاندې په ټول هېواد کې د مالياتو د زياتوالي انډول د وړم کال په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه څلور کم شوی دی او له مالياتو پرته نور عايدات د وړم کال په پرتله په سلو کې څلور اعشاريه اووه زيات شوي دي.

د چين د ماليې وزارت د مالياتو تګلارو ادارې د څارونکي شو ګوو چياو د معلوماتو له مخې د چين د ماليې وزارت به په ۲۰۱۹ کال کې د مالياتو د کمښت لپاره د پخوانۍ تګلارې د غوره کولو ترڅنګ تر ډېرې اندازې پورې ماليات کم کړي.هغه وويل(اواز..........)مونږ به د اضافي مالياتو د اصلاحاتو ژورتيا او د مالياتو کمښت ته ادامه ور کړو او په هر اړخيزه توګه به د شخصي مالياتو په تړاو تعديل شوی قانون او مقررات پلي کړواو په شپږو ځانګړو برخو کې به د مالياتو د کمښت تګلاره غوره کړو تر څو پر خلکو د مالياتو بارونه کم شي. په عين وخت کې به له اړوندو څانګو سره يو ځای د ټولنيزو بيمو د کمښت په تړاو د لايحې پر جوړونه وڅېړو تر څو پر چيني تصديو د ټولنيزو بيمو بارونه کم شي.

تر ډېرې اندازې پورې د مالياتو د کمښت ترڅنګ د چين مالي لګښتونه هم په لوړه سويه ساتل شوي دي.د ياد وزارت د مالي بوديجې اداري مرستيال هاو لۍ وويل چې تېر کال په چين کې عمومي عامه لګښتونه له ۲۲ زره مليارډو يوانو څخه اوښتي ووچې دغه رقم د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته اعشاريه اووه زيات شوی دی .د دې وزارت له خوا ور کړل شويو پيسو د چين د سترو پرمختيايي ستراتيژيو د پلي کولو ،په مهمو ساحو کې د اصلاحاتو او د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو لپاره قوي ملاتړکوونکی رول لوبولی دی.هاو لۍ وويل چې د چين حکومت به په روان کال کې لافعاله مالي تګلاره غوره کړي.هغه زياته کړه (اواز.......)لومړی مونږ به د مالي لګښتونو زياتوالي ته ادامه ور کړو.دوهم د مالي لګښتونو جوړښت به تنظيم او غوره کړو.درېيم تر وسې پورې به عمومي عامه لګښتونه کم کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای