CRI Online

د ۲۰۱۹ کال د داوس د نړيوال اقتصاد فورم په کلنۍ غونډه کې برخه والو په موثره توګه د وانګ چي شان وينا ارزيابي کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-25 16:08:21

د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په سويس کې د داوس د نړيوال اقتصاد فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا وکړه.برخه والو د ده وينا موثره ارزيابي کړه.

د همدې ورځې په ماښام وانګ چي شان په ياده غونډه کې ګډون وکړ او په ټينګې ارادې سره يې په ګډه د ښې راتلونکې د برابرولو ترعنوان لاندې يوه وينا وکړه. په غونډه کې د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا اتو سوو برخه والو د ده وينا واورېده. وانګ چي شان په خپله وينا کې د نوي چين د اوياوو کلونو د پرمختيايي حالت په باب معلومات وړاندې کړل او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير يې ياد کړ. هغه همدارنګه وويل چې د اقتصادي پرمختګ د نابرابرۍ مسئله بايد د پرمختګ له لارې حل شي او مونږ بايد د انسانانو د ګډ برخليک له نظرياتو سره سم په څلورمه صنعتي انقلابي زمانه کې نړيوال جوړښت بشپړ کړو. د فوالقوم په نوم د امريکايي شرکت عمومي مدير کرستينانو امون وويل چې د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان د وينا ډېرې برخې د تاېيد وړ دي. هغه وويل ،د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان له نظر سره موافق يم او ګډ نظر لرو چې د دولتي او شخصي تصديو ترمنځ همکارۍ ښايي د پرمختګ د نابرابرۍ د حل وفصل لوری وي.د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو ترمنځ سوداګريزې اړيکې به په سياسي چارو کې د ثبات ساتلو لپاره تر ټولو ښې لارې چارې وي.

د بريټانيې د Asset TV عمومي ايډېتر مارک کولګيټ وويل چې د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان په وينا کې ډېر فيلسوفي او کلتوري نظريات شامل دي چې د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په شمول د لوېديځو هېوادونو د مشرانو په ويناوو کې نه وو. هغه وويل،د وانګ چي شان هغه نظر ډېر په زړه پورې او مهم دی چې پخوا د نړيوال کېدو بهير د لوېديځو هېوادونو تر لارښوونې لاندې پيل کېده، خواوس ګام په ګام نويو سمسورو هېوادونو ته پراخ شوی دی. د دې ترڅنګ وانګ چي شان پر دې پوره باور وښود چې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول به له شپږ سلنې څخه زيات وي. د ده باور به د ډېرو کسانو د باورونو سبب شي او دا د بازاري ثبات د ساتلو لپاره به ډېر مهم دی

د امريکا د کورنيل پوهنتون د جونسن سو د سوداګرۍ انسټټيوټ د نويو بازارونو د څېړنيز مرکز مسئول لورديس کاسنوا وويل چې د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان په وينا او د خبريالانو پوښتنو په ځوابونو کې يې يوه غوره پرانيستي رويه ښکاري. هغه وويل(اواز...........) وانګ چي شان د چين راتلونکې ته ډېر خوشبين دی په تېره بيا هغه وويل چې نه يوازې د چين پرمختګ بلکې د چين د ګاونډيو هېوادونو پرمختګ هم د نړۍ لپاره ګټور دی. معنی يي دا ده چې که چين پرمختګ ونه مومي، نو دا به پر نورو هېوادونو منفي اغيزه وکړي.خو که چين پرمختګ وکړي، نو دا به د نورو هېوادونو لپاره ګټوره وي.

د استراليا د اقتصاد ليکوال پيټر هولميس وويل چې د چين د دولت له مرستيال رئيس وانګ چي شان له وينا څخه صداقت ښکاري او داسې احساسوم چې هغه د زړه له کومې ياده وينا کړې ده. هغه زياته کړه ،د ده وينا صادقانه ده.هغه د داوس د نړيوال اقتصاد فورم جوړوونکي له پروفيسر کلاس سواب سره پر دې ټينګار وکړ چې اقتصادي پرمختګ د يوه هېواد لپاره ټولې برخې نه دي بلکې هر هېواد کولی شي چې له ياد پرمختګ څخه ګټه واخلي. مونږ له دې نظر سره موافقه يو يعنې د نړيوال کېدو بهير به په ثابت ډول پرمختګ وکړي ، خو هر څوک بايد ترې ګټې واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای