د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د حکومت او د افغان طالبانو ترمنځ خبرې اترې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پای ته ورسېدلې او دواړو خواوو په افغانستان کې د اوربند په شمول د ځينو مسئلو په اړه مهمې لاسته راوړنې تر لاسه کړې.
د افغانستان د پخلاينې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له يادو خبرو اترو نه وروسته وويل، چې د دواړو خواوو ترمنځ خبرو اترو مهمې لاسته راوړنې تر لاسه کړې. نوموړي وويل، (( موږ به د يادو لاسته راوړنو له مخې په نژدې راتلونکې کې نورې خبرې اترې وکړو.)) د افغان طالبانو د خبر له مخې، د دواړو لوريو استازو د شپږ ورځنۍ خبرو اترو په پای کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو په موخه د تړون يوه مسوده لاسليک کړه.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دواړو خواوو په يادو خبرو اترو کې پر زياتو کليدي مسئلو بحث وکړ چې په دې جمله کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځ له ايستلو او په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د تر سره کېدو په شمول له ځينو مسئلو څخه عبارت دي. د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو راتلونکی پړاو به په راتلونکې مياشت کې په دوحه کې تر سره شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |