CRI Online

محمد اشرف غني پر افغان طالبانو غږ وکړ چې له حکومت سره مستقيمې خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-29 10:55:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جنورۍ په ۲۸مه نېټه پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان دولت سره دې د سولې خبرې اترې وکړي ترڅو په افغانستان کې روان اوږد مهاله بحران پای ته ورسېږي.

اشرف غني په همدې ورځ په ټلويزيوني وينا کې وويل، زه له طالبانو څخه غوښتنه کوم چې له دولت سره جدي مذاکرات پيل کړي تر څو په افغانستان کې دايمي سوله رامنځته شي. ده وويل، هر افغان سوله غواړي، د سولې ابتکار هم بايد د افغانانو په لاس کې وي.

اشرف غني دغه څرګندونې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره تر خبرو وروسته وکړې. خليلزاد په تېرې اوونۍ کې د طالبانو له استازو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د روانې مياشتې په ۲۶مه نېټه يادې خبرې اترې پای ته ورسولې. ورپسې په ۲۷مه نېټه خليلزاد کابل ته لاړ او غني ته يې له طالبانو سره د شويو خبرو راپور وړاندې کړ.

د سرچينو په وينا، د امريکا استازي او طالبانو تر لاسه شوی ګډې نظريې دا دي : د سوله ييز موافقه ليک تر لاسليکېدو وروسته به بهرني سرتېري په ۱۸ مياشتو کې له افغانستان څخه ووځي. طالبانو امريکا ته ژمنه او ډاډ ورکړی چې القاعده او داعش افراطي ډلې به په افغانستان کې نه پرېږدي او يادې ډلې به افغانستان د امريکا او د دوی ملګرو پر ضد نه استعمالوي . د خبر له مخې، دواړو خواوو پر يوې مسودې هوکړه کړې او تمه ده چې تړون به بشپړ او لاسليک کړي. طالبان هيله لري چې په انتقالي حکومت کې ځای ولري.

ښايي خليلزاد او د طالبانو استازي به د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د خبرو اترو راتلونکی پړاو ترسره کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای