CRI Online

د چين د پسرلني اختر د رارسېدو پرمهال رئيس شي جين پينګ غير ګوندي شخصيتونو ته د اختر مبارکي، نيکې هيلې او پيرزوينې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-29 15:51:15

د چين د پسرلني اختر د رارسېدو پر مهال د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۸مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو د مرکزي کميټو،د چين د سوداګرۍ او صنايعو ټولنې له مسئولينو او غير ګوندي شخصيتونو سره دغه اختر ونمانځه او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب يې هغوي ته د اختر مبارکي او نيکې هيلې او پيروينې وړاندې کړې.

رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې ۲۰۱۸ کال د چين د کمونېست ګوند او دولتي چارو د پرمختګ لپاره يو مهم کال و او د ګوندونو ترمنځ د همکاريزو چارو د نوي پرمختګ کال هم و.زموږ لاسته راوړنې د ډېرو خنډونو او ستونزو تر لېرې کېدو وروسته تر لاسه شوې دي.تېر کال مو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کولو د څلوېښتمې کاليزې نمانځغونډه تر سره کړه او پکې مو د دې تګلارې له غوره کېدو راهيسې تر لاسه شوې لاسته راوړنې او تجربې يادې کړې چې له امله يې پر اصلاحاتو او ورخلاصون زمونږ باور لا ټينګ شوی دی. هغه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په استازيتوب په کارونو کې د يادو ګوندونواو ډلو،د سوداګرۍ او صنايعو د ټولنې او د غير ګوندي شخصيتونو له زيار ايستلو څخه مننه څرګنده کړه او هغوي ته يې درې فقره ييزه وړانديزونه وکړل. هغه وويل(اواز.........) هيله لرم چې تاسې ټول په جدي توګه په سوله ييز ډول د نوي پرمختګ د پيدا کولو له لارې له عمومي اصولو سره سم د خلکو د زړونو د يو ځای کولو او د ولسي ځواکونو د راغونډولو په برخه کې زمونږ له ګوند او حکومت سره مرستې وکړئ تر څو اصلاحات او پرمختګ پرمخ لاړ شي. د چين د کمونېست ګوند او بېلا بېل ديموکراتيک ګوندونه د ښې راتلونکې د برابرولو په برخه کې ګډ خوب او مسئوليت لري. د ګوندونو ترمنځ د همکارۍ امکانات ډېر دي. د دې ترڅنګ هيله لرم چې مونږ ټول په بيدارۍ سره د ثابت حالت د ساتلو لپاره خدمتونه وکړو او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې له ترتيباتو سره سم په پوره توګه خپل رول ولوبوو تر څو د يوې شتمنې ټولنې د ابادۍ لپاره لاستر خدمتونه وکړو.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې سره وويل چې پلټنه او څېړنه په سمه توګه د تګلارو جوړولو بنسټ دی او په سياسي چارو کې د ګډون او پرې د بحثونو بنسټ هم دی . اوس مهال کورنی حالت او بهرنی وضعيت پېچلی دي او پکې ډېر بدلونونه راغلي دي. د دې ترڅنګ نوې حالات او مسئلې په پر له پسې توګه رامنځته شوې او نوې تجربې هم راغونډې شوې دي، نو مونږ بايد په دې اړه معلومات ولرو. هغه وويل

(اواز........) هيله لرم چې مونږ ټول په ګوندي او دولتي کارونو کې د پاملرنې وړ مسئلې وڅېړو د بېلګې په توګه د درېيو لويو ستونزو لېری کول،د اصلاحاتو او ورخلاصون ژورتيا، د علمي او تخنيکي نوښت د توان لوړوالي، د ښوونيز نظام د اصلاحاتو ژورتيا او د ټولنيزې ادارې ښه والی او داسې نور.

روان کال د نوي چين د جوړېدو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. نو رئيس شي جين پينګ دا هيله وښودله چې د دې غونډې برخه وال دې په جدي توګه له اوياوو کلونو راهيسې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د څو ګوندونو ترمنځ په همکاريزو چارو کې قيمتي تجربې راغونډې کړي، په نوې زمانه کې دې د همکارۍ له لارې ګډ افکاري او سياسي بنسټ لاټينګ کړي او پر نوي ډول ګوندي نظام دې ټينګار وکړي تر څو دغه نظام لا ښه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای