CRI Online

په چين کې ۳ مليونو کسانو د اصلاحاتو او ورخلاصون له نندارتون څخه لېدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-30 10:15:25


 جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د چين مشهور کيهانورد جينګ های پنګ (کين لور ته) يو ماشوم ته د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د ۴۰ مې کاليزې په پار د پوستي ټکټونو البوم ډالۍ کړ او خپل نوم يې پرې وليکه. دغه ماشوم چن هاو تيان نوميږي او اوس د بېجينګ د هوانوردۍ منځني ښوونځي په دوهم ټولګي کې درس وايي. نوموړی له ياد نندارتون څخه درې مليونم کتونکی دی

پدې وروستيو کې د چين په پلازمينه بېجينګ کې د دغه هېواد د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د ۴۰ مې کاليزې په وياړ نندارتون روان دی. دغه نندارتون له پرانيستې راهيسې ډېر کتونکي راجلب کړي دي. پدې وروستيو کې په چين کې ښوونځي رخصت شوي، نو ډېری زده کوونکي د رخصتۍ په موده کې د دغه نندارتون کتلو ته ورځي. د جنورۍ د ۲۹ مې نېټې تر ماسپښين پورې د دغه نندارتون د کتونکو شمېر ۳ مليونو تنو ته رسيدلی دی.


د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه يو ماشوم په دغه نندارتون کې پر يوې الکترونيکې پردې په برس ليکنه کوي . دغه الکترونيکي ليکنيز سيستم د چين د علمي اکاډمۍ لخوا ډيزاين او جوړ شوی دی.


د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه څو بهرنيان له نندارتون څخه د لېدنې په حال کې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای