CRI Online

د چين د صنعت او مخابراتو وزارت: په چين کې عادي توليدي چارې په پوره توګه د بهرنيو پانګونو پر مخ پرانيستل شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-30 14:13:47

د چين د صنعت او مخابراتو وزير مياو وي د جنورۍ په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د صنعتي چارو د زياتوالي اندازه د لومړي ځل لپاره له ۳۰ زره مليارډو ژن مين بي يوانو څخه اوښتې، په چين کې عادي توليدي چارې په پوره توګه د بهرنيو پانګو پر مخ پرانيستل شوې او د چين په توليدي چارو کې له بهرنيو پانګونو څخه د استفادې اندازه د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه چنده زياته شوې ده. نوموړي د 5G تخنيک د يادونې په وخت کې وويل، چې اوس په چين کې د 5G تجهيزاتو توليدي سويه د سوداګرۍ احتياطي سويې ته رسېدلې ده او د 5G سوداګريز توليدات ښايي د روان کال په نيمايي کې بازار ته وړاندې شي.

وزير مياو وي وويل، د چين صنعت د ورخلاصون په برخه کې نوې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي. ده وويل،

چين په ۲۰۱۸م کال کې د بيړيو او الوتکو په توليدي چارو کې د بهرنيو سوداګرو د ننوتلو محدوديت او د ځانګړو موټرونو او د نوې انرژۍ موټرونو په پانګونو کې د بهرنيو سوداګرو د اسهامو محدوديت لغوه کړی، د دې ترڅنګ د بهرنيو سوداګرو پر مخ د نورو ډولونو موټرونو د توليدي چارو د پرانيستنې مهالوېش او نقشه يې هم ښکاره کړې ده. له دې څخه څرګندېږي چې د چين عادي توليدي چارې د بهرنيو پانګونو پر مخ پرانيستلې دي. د ورخلاصون د تدبيرونو له زياتوالي سره سم ، تېر کال د چين په توليدي چارو کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه ۴۱مليارډو او ۲۰۰ مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر د ۲۰۱۷م کال په پرتله دوه ويشت اعشاريه نهه سلنه زيات شوی دی. دغه راز، په دې برخه کې د بهرنيو پانګونو زياتې مهمې او سترې پروژې په چين کې شروع شوې دي.

نوموړي وويل، تېر کال چين د صنعتي توليداتو ګمرکي ماليات کم کړي دي. د مثال په توګه، د بشپړ موټر په اړه ګمرکي ماليات له ۲۵٪ څخه ۱۵٪ ته ټيټ شوي او د موټر د پرزو ګمرکي ماليات له ۱۵٪ څخه ۶٪ ته ټيټ شوي دي. د دې ترڅنګ د څه باندې اته زرو ډولونو د صنعتي توليداتو ګمرکي ماليات په جلا جلا توګه ټيټ شوي دي. اوسمهال په چين کې د ګمرکي مالياتو عمومي سويه د پرمختيايي هېوادونو د منځنۍ سويې په پرتله ټيټه ده او د پرمختلليو هېوادونو منځنۍ سويې ته نژدې ده.

وزير مياو وي وويل، د چين صنعت او مخابراتو وزارت به په راتلونکې کې په مداومه توګه په درېيو برخو کې د صنعتي چارو ورخلاصون پياوړی کړي. ده وويل،

لومړی: د ولسي تجارتي امتيازاتو او د منفي لېست په شمول اداري موډل دې په پوره توګه تر سره شي او د الوتکو، بيړيو، موټرونو او مخابراتو په برخو کې دې د ورخلاصون ژمنې او تګلارې پلې شي. دوهم: د صنعت او مخابراتو د ورخلاصون د لا پراختيا څيړنه دې پياوړې شي، مثلأ، د بهرنيو پانګونو پيمانه دې پراخه شي او د بهرنيو پانګونو مهمې او سترې پروژې دې ژر تر سره شي. درېيم: د صنعتي چارو تګلارې دې ترميم شي او د چيني او بهرنيو تصديو په اړه برابرې تګلارې دې تطبيق شي.

په عين وخت کې د 5G تخنيکي څيړنې او توليدي بهير د پاملرنې وړ دی. د دغه وزارت د مخابراتو د پرمختګ ادارې مشر او مطبوعاتي وياند وين کو وويل، د ازموينو له مخې، اوسمهال د 5G توليد شوي تجهيزات د سوداګرۍ احتياطي سويې ته رسېدلي او امکان شته چې د سږ کال په نيمايي کې د 5G ښه سوداګريز توليدات توليد شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين به د نړۍ له نورو ملګرو سره يو ځای د 5G چيپ او توليداتو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای