CRI Online

چيني شرکتونو د پاکستان د مخابراتو بنسټيزو تائسيساتو پرمختګ ملاتړ کړی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-30 16:07:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوجۍ وزير خالد مقبول صديقي د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه وويل چې په پاکستان کې د چيني مخابراتي شرکتونو پانګونې زياتې شوي او دغه هېواد ته يې نوې ټکنالوژي راوړې او د مخابراتو بنسټيزو تائسيساتو د پرمختيا لپاره يې مهم رول لوبولی دی.

صديقي په همدې ورځ په پاکستان کې د چاينا موبايل شرکت د تجليل په مراسمو کې وويل چې دغه شرکت د ۴G انټرنيټي شبکې له لارې په پاکستان کې ډيجټال ايکولوژيکي سيسټم جوړ کړی او د پاکستانيانو ژوند يې بدل کړی دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای