CRI Online

چين د افغانانو پر حاکميت او کنټرول د افغانستان د روغې جوړې له بهير څخه کلک ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-30 20:19:17
چين د افغانانو پر حاکميت او کنټرول د افغانستان د روغې جوړې له بهير څخه کلک ملاتړ کوي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين د افغانانو پر حاکميت او کنټرول د افغانستان د روغې جوړې له بهير څخه کلک ملاتړ کوي. چين هيله لري چې د افغانستان د مسئلې ښکيلې خواوې د افغانستان د سولې او ثبات د تامينولو لپاره اغېزمن تدبيرونه غوره کړي.

څو ورځې مخکې امريکا له افغان طالبانو سره خبرې اترې وکړې او امريکا وايي چې په دغو خبرو اترو کې يې مهم برياليتوب تر لاسه کړی دی. ګنګ شوانګ په دې اړه وويل

((چين تل دا نظر لري چې د افغانستان مسئله بايد په سياسي توګه حل شي، موږ د افغانستان مسئلې له ښکيلو خواوو څخه ملاتړ کوو چې خپلمنځي ډيالوګ پياوړی کړي او د دې مسئلې د اخري حل لپاره زمينه برابره کړي. چين به په دوامداره توګه په دې برخه کې فعاله او رغنده رول ولوبوي. )) (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای